غزل

زما له ستړي ژوند د مه کـــړه خداى خبره جينۍ
په ګــــــــــريوان اوښکـې تويومه تر سحره جينۍ

زړه رانه وړي خو په بـــــدل کې زړګى نه راکوي
دا نـــازولــــــــــــي دا خپلـــــواکـــه زوروره جينۍ

ريباره زه به دې احسان تـــــر مـــرګه هير نه کړمه
که را په خــــوله د کـــــــــړله دا ځـل مراوره جينۍ

څــو چې منګى دې له اوږو نه راکوز کړى نه وي
دومره مې سترګې در پسې وي تر ګودره جينۍ

هسې يوه نيمه ګــــوهره يــــار تــه زړه ورکـــــــوي
ګني په لار کې د پريږدي د خوست اکثره جينۍ

نورالدين ګوهر خوست