غزل

بـــــــــاد وو غبـــــــــار وو او سيـــلۍ خبره ورانه کړله
يــــــخ وو بـــــــــــــارن وو او ګالـــــۍ خبره ورانه کړله

بل داسې ځای نه وو بـاران دواړه لمده خوشته کړو
د غـــــــــــــره لمنــــــه وه کيــــــــــږدۍ خبره ورانه کړله

د ژمـــــي شپه يې بس په مـــــــــا باندې و نه لوريده
مينه يــــې زده نــــه وه کـــــــــــــوچۍ خبره ورانه کړله

څه ليونتوب څه مجبوري او څه مې يار غصه وو
څـــه غــــــريبــــۍ څـــه بيــوســـــۍ خبره ورانه کړله

خــدايه پـــه سپينه لــــمن داغ رابــــــاندې ولګيده
کلـــی خبـــــــر شــــــــو ليــــــونـــــۍ خبره ورانه کړله

نيمګــــــــــړي مينه د ګــــــــــــوهر سرته و نه رسيده
لـــــه عـمــــــــره کــمـــه وه جــينـــــۍ خبره ورانه کړله

نورالدين ګوهر خوست