رسوامينه
ګل مې شکولــــــــــــو،مـــــاوې تا پرې خوښاله کړم
ګل شــــــوپاڼې پـاڼې،په اغزو مې ګوتې څيرې کړې

تش لاس ګــــرانې،ستاليدوته،ستاکو څې ته درغلم
ستاديدن ونه شو،ستاسو سپو مې جامې څيرې کړې

بر،دکــــــــــــوڅې ســـــر کې،رقيبانو را ايسار کـــــړمه
دغوقصابــــــانــــــــــــومې له ځــانه ،غوښې څيرې کړې

خلک شول راټول،له رقيبانوېې راخلاص کړمه
ځمادپرهرټپ ته يې،ځماواړه شملې څيرې کړې

وينوکې لت پت،څيرې ګريوان چې کورته راغلمه
مورپلار،په مادواړو له غوسې نه سترګې څيرې کړې

ټول کلی موګرانې،اوس دمينې په راز پوه شولو
ځماڅيري ګريوان خو،درازونو،پردې څيرې کړې

زه قيام اوس ستاشوم،مينه ښه شوه چې رسواشوله
ته په ما تاوان شوې،رقيب خپلې تالې څيرې کړې


الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني