ما یوسي

تیره شپه تر سهاره ځان سره په دی کش ومکش کې وم، چې سباته درته په جار د مینې اظهار وکړم او که نه؟ او که یې وکړم ستا عکس العمل به څه وي؟ همدې فکرونو پسې اخستې ومه، کله به مې وویل چې درته کوم یې ، ګوندې زما معصومې څیرې دی په زړه کې ځاي نیولې وي، خو چې به بیا ستا هغه جدي قواره راپه زړه شوه، نو جرات به مې له خطر سره مخامخ شو، او د مایوسۍ څپو به پسې واخستمه، خو بیا به مې هم زړه صبر نه کاو، تصمیم به مې ونیو چې دا ځل درته په لار کې اودریږمه، هغه وه چې ما دې څارنه کوله چې ته راغلې، خو چې څرنګه دی پر ما سترګې ولګیدې لاره دې رانه چپه کړه، نو زما په خوله کې دا جمله همداسې نیمګړې پاتې شوه،
 چې تا.............. سره مینه لرم .

حمید احساس هالنډ