بیګا مې خوب ولیده

چې د یو لوي او بې پایانه سمندر په غېږ کې

زه یم او ته یې د لرګو یوه وړه بېړۍ کې

درومو او درومو پسې مخ ته درومو

هیڅ پرې پوه نشم چې ترکومه پروې ورسیږو

او

بیا چې ویده شم

بیا مې بوځې یوې بلې خواته

د لوړو غرونو سرته

چې پرې د سپینو واورو

لمن خوره وره وي

خو د ایوریسټ څوکه بیا

د سپینو وریځو په لمن کې ځان تاو کړی نه وي

د لمر د وړانګو انعکاس د سپینو واورو څخه

سترګې راوبرېښوې

ستا لوپټه سترګو ته ونیسمه

ته مې پلو کې پټ کړې

 

شیرین اغا جهانګیر

د صفا راډیو اداره

۱۶-۰۷-۲۰۱۰