ډېر ځله داسې شوي
چې ستا به فکر نه وو
ما به دې مخ ته په ځیر ځیر کتلو
خو
چې ستا به پام شو راته
ما به نظر اوتر اوتر په بله واړولو
شیرین اغا جهانګیر
د صفا راډیو اداره
جلال اباد
۱۶-۰۷-۲۰۱۰
24.05.2010
- پېمانه
د ټوپک والا انصاف
په سړک کې د ولاړ ټوپک والا او مسافر لانجه ختمه نشوه. پوره پنځه زره افغانۍ يې ترې غوښتې. ځوان ټوپک والا چې اوږدې جامې يې په تن وې، په خپل نسواري رنګه پکول کې يې ګرچاپېره ګلان هم ټومبلي وو. ټوپک يې پر خپلې اوږې سم کړه. سګرټ يې ولږه او د سړک منځ ته راغی. مسافر هم ورپسې راغی.
مسافر: ګوره قمندان صيب! عذر درته کوم. والله که دومره ګټه په کې وي. ما ته چې زياتې وګټي، ايله لس زره به...
16.07.2010
- پېمانه
بیګا مې خوب ولیده
چې د یو لوي او بې پایانه سمندر په غېږ کې
زه یم او ته یې د لرګو یوه وړه بېړۍ کې
درومو او درومو پسې مخ ته درومو
هیڅ پرې پوه نشم چې ترکومه پروې ورسیږو
او
بیا چې ویده شم
بیا مې بوځې یوې بلې خواته
د لوړو غرونو سرته
چې پرې د سپینو واورو
لمن خوره وره وي
خو د ایوریسټ څوکه بیا...