سپین غر په وینو سور دی

شمشاد لمبه لمبه شو

کابل ایره ایره وو

پیښور سره سکروټه

قندهار یتیم شو راته

ننګرهار میرات ښکاري

کنړ تالا والا شو

هلمند پرهر پرهر دی

خو

خو زه هیڅ پوه نشومه

ځکه چې

زه د غفلت په خوب ویده یو خوبوړی غافل

د زمانې د کشمش دور کې ویده پاتې شوم

شیرین اغا جهانګیر

۲/۰۷/۲۰۱۰

د صفا راډیو اداره

جلال آباد ښآر