يوه ورځ به درنه پاتي دا دنيا شي

خپلوان او دوستان به هم درنه جداشي

دا هرڅه چه ستاسترګي پرې خوږي دي

دا هرڅه به دي د نظر نه بيا پنا شي

اوس خو دغفلت په خوب ويد ه يي

هله به خبرشي چه دی شروع اخرې سا شي

دزړه خبره به دی پا تي شي په خوله

نيمګړي به دی هره ارزو او تمنا شي

ښه عمل کوه هميش په دي دنيا کي

چه پکارد ی بيا هلته په عقبا شي

که هر څومره توبي وباسي فايده نشته

چه وخت پوره شي توبي هم بي معنا شي

چا چه دخپل رب ومنله په دنيا کي

تورې تيارې به دلحد ورته رڼا شي`

اوس هم وخت دي رب ته رجوع وکړه

اميد شته اي بهاره چه دی معاف هره ګناشي