د راتلو لار دی څارم زه هره لحظه

ستا په غم کي مي شوګيرکړه ټوله شپه

هيڅ نه پوهيږم چه په څه رانه خفه يي

راشه په دواړو سترګو دی منم هره ګيله

ستا د منزل په تلاش کي يم روان

د محبت په دي سفرکي مي لاره شوه اوږده

د بي وفايي نه دی نورتنګ راغلم جانانه

بس دي نوره کړه ختمه د دي مينی سلسله

اوس خو زما په حال پورې خاندا کوي

يوه ورځ به اشناپه تا هم راشي دغه مرحله

ارمان به زماد مينی هله درشي چه زه لاړشم

اوس خو تا ته ښکارې زما مينه مسخره

اشنا د ی د خفګان نور نه لري پروا

ځه بهاره نوربل چاته بيا نوه خپله شکوه