تاسوځانته سوله غواړئ،مونږته مدام جنګ غواړئ
خپل وطن اباد غواړئ،زمونږه وطن ړنګ غواړئ

تاسو هريو ځانته،په دنيا دجنت ژوند غواړئ
مونږ ته، تاسو ژوندپدې دنيا،له دوزخ تنګ غواړئ

تاسوخوننګ نه پيژنئ،مونږخو په ننګ ژوندکوو
تاسونوبياولې؟مونږدځان په څېر بې ننګ غواړئ

تاسودښمنان زمونږ دښکلي فرهنګ ولې يی؟
تاسو په مونږ ولې راتپل دخپل فرهنګ غواړئ؟

تاسوچې پخپل وطن کې مونږه ارام نه پريږدئ
تاسونو،دتيرپه څېر،بيازمونږ دتورې شرنګ غواړئ

مونږ دسرو اورونو په کوره کې،پاخه شوی يو
سرچې وهئ مونږسره،نوسروهل په سنګ غواړئ

واورئ دقيام بي ننګو! دا ارمان به ګورته وړئ
تاسو که غيور افغانان هم،دځان په رنګ غواړئ

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني