تۀ چې وعدې مياشتې کلونه نيسې

دا مې پۀ تن پـــورې اورونه نـــــيسې

دا دې عادت دی او که ما ســـوځوې

ګورې پۀ شا مخ ته لاســـــــونه نيسې

مــــا به هـــمزولو کې  بدنامه کړې تۀ

راته پۀ لار کې چې ګلــــــــــونه نيسې

ژر به رســــــوا شې نيازمحمد عادله

تـــــۀ چې د پـــېغلو پلـــــوونه نيســـې

فيصل روغتون - کابل