عبدالقديم وياړ


زه دسيند پرغاړه پريوه کمره ولاړ
سيند ګامونه وهي
داسې لکه
له خوښۍ چې څوک ټوپونه وهي
سيند دچاله شوخ نظرنه خوند اخيستی
سيند ته چادزړه خبرکړې ده
سيند دلمرروڼ تصوير په زړه کې ساتي
سيند هريو سپين کمر ته غيږ ورکوي
سيند دزړه له اخلاصه سندرې وايي
سيند څوک نه ملامتوي
سيند ته څوک ليونی نه وايي
سيند دزړه ټول بړاس
په سندرو باسي
زما دسيند همدا رندي خوښه ده
زه دسيند پر غاړه
له لمانځه وروسته
لاس په دعا
زړه کې مې راشي
چې له خدايه تا وغواړم
بيا ځان راته بد ښکاره شي
هغه خبره چې
ستا پلار ته يې کولی نشم
خداي ته يې په ورځ کې
هرڅوځله ولې کوم
کله بياځان په دې تسکين کړم چې
هرکارقسمت کوي
د رب به اراده همداوي
زه څومره ناتوان يم
سيند بيالکه ماغوندې نه دی
سيند دحال په ژبه
هرڅه په ښکاره وايي
کاشکې چې زه هم
لکه سيند غوندې
بې پروا واي
سيند سندرې وايي
خو دسيند له زړه راپورته شوی بړاس
راپورته شوی يخ باد
په سړي داسې لګي
لکه دښکلو له خولې
ترخې خبرې
سيند سندرې وايي
خپله مينه ستايي
دمنزل په لور په مستۍ روان دی
خو زه لاهم دسيند پرغاړه
لاسونه مې دعا ته جوړ
بياهم تاپه دعاکې غواړم
بياهم خپلې ناتوانايي ته حيران
ستاچوپتيا ته سودا وړی يم
بياهم دي ته حيران
چې مونږ ولي
هر څه په زړه تيروو

د1387کال دسلواغې 27مه
بازارک دپنجشيردسيند پرغاړه