عبدالقديم وياړ

مورراته دعاوکړه
ويلې
زويه
خداي دې ترمخې رڼاکړه
چې له کوره رابهرشوم
مخې ته مې ته راغلې
دمور دعا مې
په غوږوکې انګازې شوې
زړه کې مې وويل
خدايه د مور دعا
قبليږي څومره ژر
خوحيران ځکه يم
چې
مورخو راته دعا کې
دا نه وو ويلي
چې خداي دې
رڼا درته په غوسه کړي

د 1388لمريزکال د وري31مهدوشنبه
وزيرمحمد اکبرخان مينه