عبدالقديم وياړ

درخو دعا وکړه
چې باران وشي
ښه په زوره
زورور باران
دومره زورور
چې د ډاګ له لمنې
ستا سو کيږدۍ يوسي ټولې
چي پلاردې مجبورشي
زمونږپه کلا کې
يوه کوټه وغواړي

جمعه د1387لمريزکال وروستۍ ورځ
لمرټلويزون