عبدالقديم وياړ


زما له سياست سره نه لګيږي
ډيرترې ستړی يمه
خو څه وکړم
کارمې سياسي دی
بياهم ورسره ګوزاره کومه
پرون راته ديو وزارت وياند ويل:
((مونږ دروغ وايواوتاسو هم دروغ خپروئ))

بيامې هم مخې ته يو سياسي خبر پروت دی

هلته په مخامخ ټلويزون کې
يو سندرغاړی
په سوز اوساز
يوه سندره د زړه له اخلاصه وايي
پکې خوشال ښکاري
لکه چې دروغ يې هيڅ نه وي زده
لکه چې په سياست نه پوهيږي

جمعه د1387لمريزکال دمرغومي 4مه
وزيرمحمد اکبرخان مينه-لمرټلويزون