عبدالقديم وياړ

 

مرورې ته چې ځې

دومره خو وګوره چې يوڅوک به

ستا له اوښکو ډکو خوږو سترګو ته

کاته غواړي

مرورې

تاډير اسانه دتلو خبره وکړه

خو ګوره مرورې

ستا داوښکو دهر څاڅکي غوندې

زما زړه به زرې زرې وي درپسې

مرورې

حالات له مونږه همداغواړي

چې هرڅه بايد ټوکې وګڼو

مرورې

زه به ستا دهيرولو رياضت وکړم

زه به دا لارې کوڅې پريږدم

زه به ستا هره نښه له ياده وباسم

زه به مې شعرونه ټول له سره بياوليکم

مرورې

زمونږ ژوندهمداسې دی

زمونږ ژوند دمصلحتونو له شاميته

ټول پښيماني دی

هرڅه په پټو سترګو منل دي

مونږ دهرڅه لپاره

دهرچا لپاره

قرباني ورکوو

دبل لپاره جنګيږو هم

خودخپل حق پوښتنې کې

ننګ کوو

مرورې

زه پوهيږم چې

زما په مينه کې زړه نازړه ولې يې

ته پرما لاهم باورنه لرې

مرورې داخبره ريښتياهم ګرانه ده

پريو چا باورکول

اسانه نه دی

خو ستا دا شک به

ترقيامته پرځاي پاتې شي

يوازې

پر هماغه لويه ورځ به

ته زما پاک زړه ووينې

چې تر نورو سپين دی څومره

مرورې

خداي خبر که دې بيا ووينم

زه به داهڅه هم ونکړم

چې ستا دخوږ نظر ازغی شمه بيا

مرورې

ستا صداقت

ستا سپڅلتيا

او مينه ګرکو سترګو کې ما دا لوستي وو

چې زه به له هيچا سره هم مينه نه کوم

ځکه چې ما کله هم يوې جينۍ ته

دمينې خبره نه ده کړې

اوپه دې خبروسم نه پوهيږم

تر دې مخکې پرما دمينې زور نه رسيد

يوازې ستا سپيڅلې خندا ته مې خيالاتو غاړه ايښې

مرورې

ښه شو چې د هو اونه په اړه

په ځواب کې

تاټګي وکړه

زه به مې اوس

خپل ځان ته ملامت نه يم

مابه په دې کار

پيښيماني نه ځوروي

مرورې

ما ټول عمر دهيرولو کوښښ کړی دی

اوس به هم ستا پرځاي

په دې هنرکې

خپله کاميابې له خدايه غواړم

ماته د ژوند ناخوالو دا ښوولي

د1387کال دکب مياشتې 17مه