عبدالقديم وياړ


زه مې وجدان ته ځان نه ملامتوم

کله چې يوه وړه غوندې ګناه وکړمه

دخپل وجدان محکمه مې

دپيښيمانۍ په اور کې دومره سيځي

چې د رحمان دوزخونه ورته ساړه وي

ځکه دښکلو دښکلولو تمه نه کوم

ځکه له شوخو نجونو لرې ګرځم

ځکه په ډاډسره درته وايم چې

ما خپله ځواني

ستا ترپيغلتوبه ښه ساتلې

22\10\1387

لمرټلويزون