عبدالقديم وياړ

 

نڅاګره چې شونډې مسکې کړي

نڅاګره چې سپينې ليچې تاو را تاوکړي

په هرڅرخ کې ملا کږه وږه کړي

سترګې خمارې څيره خوږه کړي

نڅاګره څه غواړي؟

نڅاګره کوډګري ښيی

نڅاګره په هر حرکت اوخوځښت

په خندا ناز او ادا کې

يو پيغام لري

غواړي له ليدونکي زړه يوسي

دغمونو هيرول وروښيی

نڅاګره غواړي په څرخونو اوحرکتونو

ليدونکي ته دا ووايي چې:

ژوند په انديښنو نه ارزي

دڅوشيبو لپاره په ما مين شه

ځان هيرکړه

او

ستا  

دا

لنډکی ژوند

دغم لپاره نه دی


چهارشنبه د1387 لمريزکال دمرغومي يوولسمه

وزيرمحمد اکبرخان مينه_لمرټلويزون