عبدالقديم وياړ

يهودان کرسمس لامنځي
خوداځلې بل شانته
دشرابو پر ځاي
دفلسطينې ماشومانو
له معصومو وينو غوړپونه کوي
د کليسا ګانو د زنګونو پرځاي
دمسلمانانو پر سيمو دبمونو په درزا
دماشومانو په چيغا او د بورو په واويلا
يهودان کرسمس لمانځي
****
مسلمانان عاشوراته تياری نيسي
دکربلا ويرتازه کوي
دامام حسين پرشهادت اوښکې تويوي
يهودان يې په وطن کې ورته بله کربلا جوړوي
دمسلمانانومشران چپه خوله پاتې دي
يهودان کرسمس لمانځي
هلته د فلسطيني ميرمنو تور اوربلونه په سرو وينو رنګ دي
دلته دعربوعياشه شيخان
زيړسرې انګريزانې ترڅنګ
له يهودانو سره دشرابو پيالې جنګوي
يهودان کرسمس لمانځې
هلته يوه فلسطينۍ مور
په خپلو پرې لاسونو
د وژل شوي ماشوم
وتې کولمې لټوي
دعربومست شيخان ورته په برندو ګوري
او د امريکې له ډاره سوڼ نه باسي
دنړۍ مسلمان وګړي
سړکونوته راوتي
نارې سورې جوړوي
سهيونيست رژيم ته ښکنځلې کوي
نوريې له لاسه هيڅ نه راځي
په حکومتونو داهم ښه نه لګيږي
هغوي د امريکې له ډاره غلي پاتي
دنړۍ فرعونان
چې دبشر دحقونو تل نارې وهي
بياهم حماس غندي
وايي ترهګرۍ نه دې لاس واخلي
مونږېې هم له شرمه
لکه دنوروپه شان
يوازې غدنه کوو

01/01/2009
وزيرمحمد اکبرخان مينه
لمرټلويزون