عبدالقديم وياړ

 

 

کاشکې زه ژورناليست نه وايي

ګوندې په دې ترخو رازونو ژر نه خبريداي

هره ورځ به مې د چاودنې اوځانمرګې بريد خبر نه جوړاوه

هره ورځ به يو چا راته نه ويلې:

زه دطالبانو وياند يم

داکار زمونږ مجاهدينو کړی

هره ورځ به مې نه اوريداي

تاسو دحکومت او ملي ګټو پرضد ياست

دطالبانوخبرونه خپروی

کاش چې زه ژورناليست نه واي

ګوندې له فساده ډکې دولتي ادارې به مې نه ليدلاي

ګوندې پارلمان ته به نه ورتلاي

هلته به مې فيشني وکيلانې او وکيلان نه ليدلاي

دهغوسرچپه کارونوبه نه حيرانولاي

کاش چې زه ژورناليست نه واي

زه به د دولتي چارواکو چلونو چلوټو نه ځورولاي

مابه د ولسمشر له وياند څخه نه پوښتل:

د ملکي وګړو دمرګ ژوبلې مخنيوی به کله کيږي؟

مابه دباندينوچارو وزارت نه

دمهاجرينو په زوره را ايستلو ستونزه نه پوښتله

کاش چې زه ژورنالست نه واي

کاش زه داسې يو څوک واي

چې پرته له

توازن

بيطرفۍ

اودقت

څخه

پرته له ژورناليستيکو اصولوڅخه

اوپه خلاص مټ

ما دا کولاي شواي

چې دغله په ټنده وليکم

غل

غل

غل

سه شنبه 3/10/1387

کابل-لمرټلويزون