باباستانوم اوستا ميړانې نه ځار

ستا تورې اوبرم ته سلام

خو

باباجانه يوه ګيله لرمه

ګوره خپه چې نه شي

ستاله سوغاته زه نورستړی يمه

بابا

خلکو بچوته څه نه دي چې نه يي دي پريښي

خو بابا

له تانه ماته درنې وسپنې ميراث پاتي دي

بابا

زه دې له وسپنو نور ستړی يمه

بابا

زه به ترکومه

دغه درنې وسپنې په لاس کله سنګر کله زندان ته ځمه

بابا ستا له سوغاته زه نور ستړی يمه

بابا

زه به ترکومه په دې اوسپنو،جهاد کومه

اوپرې ټټربه دخپل ورور اوخپل تربورڅيرمه

بابا

ټوله نړۍ راته دښمنه ده اوس

بابا

زمونږه پيغلې هم لنډيو کې وسلې يادوي

لکه چې وسپنې زمونږ قسمت وي

بابا

زمونږ دقوم ټول بيوزلي

همدا وسپنې راټولې کاندي ،ځان ته يوه ګوله ډوډۍ پرې ګټې

بابا

ماشومان موپه همدې وسپنو لوبې کوي

دا سرخوړلې يې لاسونه اوپښې غوڅوي

بابا

زما دقوم بريتور

همداې وسپنې په لاس

دخپلو خويندو مخونو ته تيزابونه شيندي

بابا

خپه چې نشي ستا له سوغاته زه نور ستړی يمه

بابا

ستا راته پاته زنګ وهلې توره

مالاتر اوسه ډيره ښه ساتلې

درته ريښتيا وايمه

نوريې له نوم نه بيزاريم

بابا

ستاپه همدې توره مې

خپل وطن ډير وساته

دين مې پرې ډير وساته

پښتو مې هم ګټله

خو بابا

نن يې ګټه چاته رسي ؟

هغو چې تاپورې يې وخندل دبل لپاره

په خپل هويت پورې يې هم ملنډې ووهلې

او بل يې خوشحاله وساته

زمادقوم په کلي کور اوس هم دا وسپنې اوري بابا

بابا

زما دا قوم لااوس هم ورسره مينه لري

بابا

دنوروبچې بهرکې زده کړې کوې

خوبابا

زمادقوم

زلمي ګوانتناموکې د وسپنيزوپنجروشاته پراته

بابا

ستاله ستر نومه له غيرته ځارشم

خو بابا

ستاله سوغاته زه نورستړی يمه

2008/12/ 11

کابل - لمرټلويزون