سپيــــــــــــن غره تا لـــوی امتحان ورکړی

دشهيــــــــــــــدانودي کـــــــــاروان ورکړی

 

په توره بوړه چـــــــــــــی بمان وريــــــــــدل

هــــــــــم دي نښتر غوندی  جانان ورکړی

 

چې په هرډز به دی څيړۍ بليـــــــــــــــــده

په وينو سور دی څيـــــــــــــراغان ورکړی

 

دستار دی سپين په وينو سور ښکاريږي

سر دي قـلــم لکه دځــــــــــــــــــــــوان ورکړی

 

ستانرګسي  ځمکه يې ټوله وســـــــــــــوه

ټول زور دي تن ته په خپـــــل ځان ورکړی

 

بې ننګه يــــــاره ! دی کافـــــــــــــــر ته ولې؟؟

ځان دې کـــړو خرڅ هم دي ايمان ورکړی

 

(خليـــــــــــــله ) دی کلي ته مه ورځه نور

دا په ډالــــــــــــــــــرو کوم ناځوان ورکړی