چې مې لاس په لړزان پيل کړترينه جام لاړ

شوه رڼا دسپوږمۍ تته چې ماښام لاړ

 

چې ما وکتل دپورې غره جومات ته

خلک نه ورتلل په تنګ شو ترې امام لاړ

 

که له ما څخه لرې ئې جانانه

چې شاعرشوم ستا له کلي مې پيغام لاړ

 

د ديدن په تمه تمه در روان وو

(عاجز) ځکه ستا له کلي نه بدنام لاړ