ديار غم کې ليونـــــی شوم هسې خوشی

لکه دود شوم سپيلنې شوم هسې خوشی

 

چې داوښکوسيـــــلاب جوړزما په مځ شو

دعشــــق باب ته غلنې شوم هسې خوشی

 

هری خواته خوشالـــــــــــۍ وی خنــداګانی

زه شپونکی شوم غرنې شوم هسې خوشی

 

دحيرت ګوته په غـــــــــــــاښ راته جهــان و

چې رقيـــب ته ميړنې شوم هســـې خوشی

 

بی وفا اشنا هميـــــــــــش راته ګواښيږي

کوزني ته بـــــــــــــره نې شوم هسې خوشی

 

د(خليل) قلــــــــم به مات کړۍ چوپ به نشي

بی وطنه وطنــــــــــــــــــې شوم هسې خوشی