داسی مخامخ شوی اوس به څه کيږي

اخ ياره څه چل مــــــی په دی زړه کيږي

 

خدازده که عمـــــل په يوه هــــــم وکړی

هسې خو وعدی ډيرې په خوله کيږي

 

بيا زلمـــــي له کلــــــي نــــه وتلـــــي دي

ګوره چــــې نن بيا په غلــــــيم څه کيږي

 

نوريې خـــــه په زغــــــرده درته وايمــــه

مونږ نه د پـــــــــردو غــــلامي نه کـيـږي

 

تا عاجـــــــز له پامـــــه غورزولـــــــــی دی

سم کارونه هم ورنه کــــــــــــــــــاږه کيږي