د گران هېواد افغانستان په لر او بر کې په شمال او جنوب کې مجاهدين گډ جهادي عمليات پرمخ بيايي او په زړه پورې عسکري لاسته راوړنې لري د مجاهدينو پوځي يووالى د سياسي يووالي لپاره يو مهم گام دى دښمن لدې کار څخه سخته ويره لري چې د مجاهدينو عسکري قومانده دې يوه شي پداسې حال کې چې صليبي دښمن د ٤٦ ملکونو د پوځونو پرمټ تريوې صليبي قوماندې لاندې زمونږ د مظلوم ملت پرخلاف ظالمانه عمليات پرمخ بياي چې ددې عليماتو په ترڅ کې زمونږ بې گناه مظلوم خلک وژل کيږي د بيلگې په توگه د دوه اونيو راهيسې گورو چې امريکايانو او ورسره نورو صليبيانو د قندهار د مجاهدينو خلاف پراخ ظالمانه گډ عمليات شروع کړي چې د هلمند د مارجې عملياتو ته ډېر زيات ورته والى لري هلته صليبي دښمن د مارجې د نيولو او تسخيرولو لپاره تر ٢٠٠٠٠ زرو مجهزو پوځي عسکر ليږلي وو چې په سلگونو چورلکو او په زرگونو ټانگونو او عسکري نقليه وسايطو يې همغږى کوله حمله وکړه خو په مارجه کې دښمن ونه توانيد چې مجاهدين په بشپړ ډول له منطقې څخه وباسي يوازې دومره وشول چې مجاهدينو د عملياتو بڼه بدله کړه او هغه دا چې د سترو جبهه يې جنگونو پرځاى يې گوريلايې او چريکي غلچکو عملياتو ته زور ورکړ په نتيجه کې د مارجې ولسوال به يا په لشکرگاه کې اوسيده او يا به هم د امريکايانو په عسکري بيسونو کې نه شو يې کولاى د يوې ورځې لپاره هم د مارجې مرکز ته لاړ شي مجاهدينو ټوله منطقه په ماينونو فرش کړې وه تردې چې خپله امريکايان هم په آزاده نشو گرځيدلى خو دامريکايانو د دغه ظالمانه او وحشيانه صليبي عملياتو په ترڅ کې يوازې ولسي خلک متضرر شول په خپل وطن کې مهاجر شول د جنگ له ويرې يې مارجه پريښوده اوس همدا کار په قندهار کې روان دى ولسي خلک له منطقې نه وتلو ته اړ شوي په زرگونو کورنۍ د قندهار ښار او نورو ولسواليو ته کوچيدلي پداسې حال کې چې مزدور او بې غيرته کرزى تيره ورځ قندهار ته سفر درلود چې پدې سفر کې ورسره د ده بادران هر يو ايکن بيرى په کابل کې د امريکا سفير جنرال پيټرياس د ټولو صليبي قواو قوماندان ملگري وو نو کرزي په خپله وينا کې په ډېر بيشرمانه ډول د قندهار ولسي خلکو ته پيغور ورکاوه او ويل يې چې تاسو ولې خپل کلي خپلې ولسوالۍ او خپل ځايونه پرې ايښي پدې معنى چې گويا تاسو له جنگ نه تښتيدلې يې خو کرزى په ځاى د دې چې دا پيغور ځان ته متوجه کړي خپله بې غيرتي او بې شرمي پر مجاهد او غيرتي ولس ورتپي که د کرزي په خوښه امريکايانو پر قندهار عمليات نه وى شروع کړى نو د قندهار خلک به قصري وتلو ته نه اړ کيدل ځکه بې ناموسه صليبيان او د هغوى افغان بړيڅي نه حد لري نه حدود نه حيا لري نه ناموس د کرزي په شان بيغرته لاس کښينولي د خپل بلواکه تش په نامه نظام د ژغورلو لپاره د ولس پر وژنه اړ ندي. د شـــهــادت ورڅــپاڼـــې نه په منـنــه . |