لیونی شي ځــانته غم لکه لـــــــوی غــــــر په بیه واخلي
هــــر مین پـــــه مینتوب کــې غټ خطـر پــــه بیه واخلي

ډېر مخونه ښکلی ښکلی خدای پیدا دي په جهان خو
یـــو نیم ښکلی ځینې ځینې د دلـــبـــر پــــــــه بیه واخلي

څومــــره څاڅکي دباران وربـــــاندې اوري له اسمانه
خـــــو صدف ورځینې یو بیا دګــــوهــــــر په بیه واخلي

دامنم چې ډېرې شپې سترګې رڼې کړي دکال غېږ کې
یــــــوه یـــا دوې ورځینې خلک د اخـــتر په بیه واخلي

که اسمان کـې د وصال باران ښکاره شي نو ملګـــرو
شبګیر به یو دوصال څاڅکی د خپل سر په بیه واخلی