زما دستړي ژوندانـــــــــــه دکـــــــــرښې هــــــر ټګی خو
په خپل ترکیب کې یو څه درد او یو څه غم لري ملګرو

دخیال په قيمت لویې قافلې تـــرې ګـــــــــــریوان یوړې
بس سترګې مې نـــه اوښکې ،نه نور نم لـــري ملګریو

سکه درقیب ورور دي هم یې رنګ لـــۀ ده اخیستئ
 نفرت خوخلک ځکه له لــــــــــــــړم لـــــــــــــــري ملګرو

په انکار او په اقرار مې کله مـــړ کله ژوندی کـــــــړي
په یوه خولګۍ کې دواړه هم جنت هم جهنم لري ملګرو

ګڼي سترګې مې دښکلو پـــــــه مخ ډېــــرې دي لیدلې
دیـــار داتورې سترګې بلا چــــــــم لــــــــــــــــــــري ملګرو

شبګیر ښکلوم ځکه سرکۍ شونډې د جانـــــــــــان مې
ثواب ملایــــــان وایي چې زم زم لــــــــــــــــــــري ملګرو