په آتشـــــــــــــي نظر يې ډېر را کتــــــل
ښه شوه گوگل مې چې لمبې ونکړې

ښکاري جانان مې مـــــرور شوی دی
رېبار خبــــــــــرې راته ښې ونکـــــــړې

جرگه مو وشــوه خو غماز ملـــــــک ؤ
راته يې سمې فيـــــــــصلې ونکـــــړې

دچا دعا به راپسې وي خداييــــــــګو
چې له سرو سترګو يې حملې ونکړې

ساده مين يو غنمرنګ خوښـــــــــــوو
مونږ د پی مخو يارانې ونکـــــــــــړې

لوی او واړه يې په تهمت غــــــــږيدل
هيچا نيکمل پورې پردې ونکــــــړې