زړه کې مې څومره محبت ښکاري
خدایږو له اسمانه هم اوچت ښکاري
========================
مینه دقران له غیږې رنګ اخلي
ځکه یې پالل راته همت ښکاري
========================
ځنګه به ناځوان درته زه نه وایم
ښکليه دځوانۍ انګار د تت ښکاري
=========================
سپڅلی لکه ستورئ غوندې زړه وژنی
ډار مې چې په زړه کې له نفرت ښکاري
==========================
خوله خو ده دمینې یوه زړه تیوړي
تاته شیخه څنګه بدعت ښکاري ؟
=========================
خوږ دمینې یار مې هم په ځنګ تېرشي
نن چې په شبګیر ګرد دغربت ښکاري