راووتمه ياره لۀ خپل کـــــــــــــــــــــوره ســـــتا پۀ تمه

پۀ لاره کې يو دم جـــــــــوړ شـــــو پۀ ما باران د کاڼو

 

پۀ ما باندې چې څومره ورېدلی سـتا کـــــوڅه کې

هيڅ نۀ دی ورېدلی پۀ بل چـــــــــــــــــــا باران د کاڼو

 

ما هر وخت ورولی ســـتا پۀ غم باران د اوښــــــکو

بدل کـې ورولی دی اشــــــــــــــــــــــــــنا باران د کاڼو

 

چې ستا له خوا نه هر غم راوريږي پکې خوښ يم

خو نۀ منمه زۀ ، دبل هـــــــــــــــــــــيچا باران د کاڼو

 

نن راشه (فاطمي) باندې باران د ديدن وکـــــــــړه

بيا هـــــــــــر وخـــت وروه باران باران باران د کاڼو