دبيلتـانـه سيـلۍ چــــې راشـــــــي په زړۀ

دمحبـــت نيــــالګي له بيــــــــــخه وځـــي

 

مونږه له ويــــــری ځـــکه مينـــه نــــه کـړو

چې زمونږه زور هم بيا له شيــــخه وځي

 

دا محبت هم اوس د غـــوا لوشـل شــــوه

سحــــر ماښام تيـــونه زبيښــــــــــه وځـي

 

ستا به وړه مســکا وړه خبــــــــــــــــر وي

ستا له وړی خبری پيښـــــــــــــــــــه وځي

 

(حقيق) لکه ميږی پکــــــــــــــې پريوتی

ګمان می نه شي چې له سريښــــــه وځي