څومره چې ازار وکړم اشنا پســــــې
زيات مې شي دردونه د زړه لا پسې

زه خــــوارکۍ تا او خدای ته ګورمه
خلک وړي لمنــــــــې په پاچا پســـې

ډېر مې په لمنځونو له خدای وغوښتې
ځمـــه نور زيارت تــه په دعــا پســــــــې

تاته خدای تيــــاره باندې درکــــړمـــه
مړ شولو مجنون عشق کې ليلا پسې

ستــــا له لوري راشـــي رانه تېره شي
اچـــــــــــوم لاســـونه په هـــوا پســــې

شپه شوه (پکتيانۍ)د خونړۍ ورځې
اوښکې وې سلګۍ شوې په ژړا پسې