غلام حضرت شاکر

له زمــانې نه ژاړي قيصـــــــه د چا له شــره کوي

د وطن پيــغـلـــه ده شــکوه لــه ستــمګــره کوي

 

مستـــوره حـــوره چــا يې مــخ پلـو ليــدلــی نه ؤ

په سرتور سر د عزت سوال لکه سوالګره کوي

 

پرديو نۀ دی شيــــن پـــړونی ځينـــی خپـلو وړی

دا ځــلې ځــکـــــه خـو فــرياد لـــه پيښـــوره کوي

 

د اوښـــکـــو ژبـــه ئې بــلا ګيــلې عـرضــونه لـري

باګرامه ! اوس چيـغــه دتاســـو له عسکره کوي

 

دچړو څــوکــو ئې شيـــن خال د ښکلا وړی مګر

د درد احســــاس دګـــاونــډيــو له خنــجــره کوي

 

ښائي په خيال کې يې هم دا چيرې تير شوي نه و

چــې ملالۍ بـه پــه ژړا کوچ لـــه خيبــــــــــره کوي

 

منــم يـو پـټ رقيـب پـه تـا هم غلچکی ګذار کړي

خـو پـه مـا ډزې رقيبــان ستــا لــه سنــــــګره کوي

 

د هـجـرت کـوره يـاد يــې لـره پـه تا هم بـــه راځي

ستـــا نا زولــــــــــې به هم کـوچ د تـا لــه دره کوي