راځـه زړګيـه له دي کــــــــلي لاړشــو

دلتـه اخـلاص او صــداقـت نشــــته

 

دوه مخي خلک دلته ډير اوسـيږي

ځـکه د خو خلکـو عــــزت نشتــــــــه

 

دلتــه کردار د شيــطانانو کيــــــږي

ماســــره دومـــره مهـــــارت نشتــــه

 

يارانې ټولې په ټګۍ شوی ګرانـه

ريښتينـی مينـه محبــــت نشتـــــــه

 

ما ( ناصري ) هر څه ښکاره وليدل

دلتـــــــــــه انصاف او عدالت نشته