لکه چې څرګنده شوې ده ايډز په ابتدايي ډول په جنسي پروسه کې د انتقال وړ دی . ښځې ډير ژر او په زيات شمير په ايډز اخته کيږي
د ښځو ١٠ / ٩ مثبت ايډز پر مختللو هيوادونو کې ليدل شوی ، چې له خپلو نارينه دوستانو او يا ميړونو څخه ورته راغلی او د نن ورځې نيمايی په ايډز اخته کسان د ١٥ او ٢٤ کلونو تر مينځ دي .
دخپلو زياتو شهوتوتو او جنسي فعاليتونو او دمخدره موادو د استعمال له امله ښځې نسبت نارينه وته
په کم عمر او سن کې په ايډز اخته کيږي . د مرينا مهاتهر د وينا له مخې ښځې په څو دليلونو ډيرې زيانمنې کيږي :
١ ښځې دخپل بيو لوژيکي جوړښت له مخې ډيرې متمايلې دي
٢ د يوې ښځې جسم پخپله تحريک کيدونکی او دجنسي پروسې عامل دی او دا چې ښځې زيات داسې
عضلات او برخې لري چې د ايډز د ناروغۍ تر حملې او بريد لاندې واقع کيږي .
لومړي: دنارينه و جسم معمولاډيره اندازه وايروس لري چې د ښځې زهدان ته داخليږي او هلته پاتې کيږي .
ښځه د نارينه و په نسبت له دريو څخه څلورو پورې زيات د ايډز د وايروس د انتقال ځواک لري .
ځوانې نجونې له دې څخه ډيری زيانمنې کيږي چې دليل يې د رحـم کمزوري او دجسم نازکوالی او ظرافت دی .
دويم: په هره ټولنه کې ښځې د نارينه و په نسبت له تعليم څخه لږې برخمنې دي او په بهر کې د کار کولو لږ فرصت لري . او په کور کې د هغوی موجوديت کې روغتيا له ايډز څخه زياته اغيزمنه ( متاثره ) کوي .
دريم: د نړۍ تجربو ښودلې ده چې ساري ناروغۍ د معلوماتو د نشتوالي او د جنسي مو ضوعاتو د نه رعايت
کولو له امله ډيرې خپريږي .
نور بيا.......