سپينـــــــو کنـارو کـې ده هنــــداره رازوړنــــده

غونـډه منـډه سپينــــه مزيــــداره رازوړنـــــــده

 

چي خلک غاښ په ګوته دي حيران ورتـه ولاړ

وخــــت سـره ولاړه وي دلــــــــــــداره رازوړنــده

 

مات يې کړو غـرور د داسې ډيرو ښائيستونو

داپه ښـکلا ګانو ده واکـــداره رازوړنـــــــــــــده

 

زړه می تسل نکړي او د غم څپو کې ډوب شم

په مينــــه وي روانـه حســن داره رازوړنــــــــــــده

 

يو څـو بيتـــونه ليکـه چـې ( وزير) بينـوا نشي

غـــــزل دی په غـــزلو غزلـــــــداره رازوړنــــــــــده