يارچي می راغــــــــــــې نن خفه ښکاريـــــــدو

ماته يې کتــــل ډير په غصــــــــــه  ښکاريــدو

 

ځان مې هنــــداره کړه تری تاو شومـــــــــه زه

زمــــــا په ستـــرګوکې دانــــه ښکاريـــــــــدو

 

تسبــی پـــه لاس په ميکــــده کـــــــــــې وؤ دا

ماته داشيــخ نـــن په سجــــــــــده ښکاريــدو

 

زه ورته سوچ کې شوم چی شيخ او تسبــــی

هسې په ځان ګيــــــــــــــره اوږده ښکاريـــدو

 

يار ته می ډيـــــــــــــــری اشاری کولــــــــــــی

هسې نـــــــــــــــــن ما ته په وعده ښکاريـدو

 

مايې د جفـاخبـــــــــــری واوريـدلـــــــــــــــــی

جـانان له عشـــــــــــــق نه په توبه ښکاريـدو

 

(خليــــــل) سنګـر ته په غصـــــــــــه روان وؤ

نـــــــــــــــــــوی شلخې يې په اوږه ښکاريـدو