چـادرتـه ويلى خراسـان کښې شته لعـلونه

خدايګو که ارمـان پوره کـړى غليمه مروړى به لاسونه

 

د ســـــروياقـوتـو ارمانجنـــــــــه

دلتـه به خـاورى شي داستـا ټـول اميـدونــه

 

ميس په اينک لعل بدخشان کښې

درنـه به پـورته کـړي د ويښـی ټـول خوبـونـــه

 

دخيـال کشتۍ به دى شي ډوبه

اتحـاديانو درتـه ايښـى دي دامـونه

 

زمـونږ  زمروت اثـار سـور اور دي

درته به وريت کـاندي ځيـګر کښې پـلانونــــــه

 

څوک چي راغــلي بيـخ وتلـي

دلتــه ميشته دي د غـازيانو ولسـونـه

 

پـــريــږده چي ډوب تر زنګنو شـي

چي نه منل دى  ( احمـــــديار) نصيحتونـه