دآسیادزړه ګلشن
تـلـلي وم خپـل وطــن تــه
دآسیا دزړه ښکلي ګلشن ته
ګلونه مړاوي شوي وو
ترخاورولاندي شوي وو
په خوله مي خندا وه
په سترګومي ژړا وه
پس له مودي مي ولیدل خپل خپلــوان
یوي خواته خوشحالي وه بل خواته خپګان
یوي خواته بينظمه آبادي وه
بلي خواته سخته بربادي وه
هیڅ نظم اوترتیب نه وو په کابل کــي
څنګه به جوړشي دتاریخ په درشل کي
جوړیږي هري خواته لوړلوړبلډنګونه
بیت المال شوتالا ډکیــږي جیــبونــه
پلان اونقشه نشـته داڅرنـګه قانـون دي
چوردي هري خواته داڅرنګه ژوندون دي
یعقوب (منګل) ورته ډیرډیرځوریږي
داخاینان به هرومرو ورک او تباه کیږي
__________________
چه د ډول غږشي
چه دډوهل غږشي٬ټول بدن مي بي اختیاره په لړزیدوشي
نیشه راباندي راشي٬پښي اولاسونه مي په ښوریدوشي
چــه دډوهـل غـــږشي٬ټـول ځـوانــان سـره ټولیــږي
قطارقطارشې په اتــڼ کي٬تــوري څڼي په رپــدوشي
چه دډوهـل غږشي٬ د خوشحالۍ ناري شي پــورتــه
د سندرو انعکاس٬ دغــروپه منځ کي په کړنګیدوشي
چه د ډوهـل غږشي٬ د ناوي زړه نه خـداي خـبر وي
د کلي پیغلي ترینه چاپیره٬ په ګډا او په خندیدوشــي
چه د ډوهل غږشي٬دټوپکوډزاهارشي هـري خواتــه
په واده کي خلک٬په نوبت دنښې ویشتوته په تیاریدوشي
چه دډوهل غږشي٬نښه رانسکوره غورځۍ شي دخلکو*
بیا ناوي د پلار له کوره٬ ورو ورو په جګیدوشـــي
چه دډوهل غږشي٬داڅومره ښکلي رواج اودستوردي
د ناوي په هرقدم کي اوښکي٬اوسلګۍ په اوریدوشي
چه دډوهل غږشي٬زوم دنوو کالیواولُنګۍ سره خوانۍ ویشي*
په مشرانواووروڅیوباندي٬دسمالونه اولُنګۍ په سرکیدوشي*
چه دډوهل غږشي٬مامااخیستي کابوخورځې ته ټیکرۍ کړي*
پلاراوموردُعاورکړي خپلي لورته٬ناوي پراوښ په سپریدوشي
چه د ډوهل غږشي٬یعقوب( منګل) به رابولمه اتڼ ته
د ډیري خوشحالۍ څخه٬ دپسرلي ګل غوندي په غوړیدوشي
______________________________
دکیڼي سترګي اشاره کړه
دټیکرې پیڅه کړه پورته٬توري سترګي راښکاره کړه
موسکۍ شه په خنداشه٬سرکۍ شُنډي راښکاره کـــړه
دمیني اومحبت رازهمیشه٬پټ ساته په زړه کي
پام کړه خلک خبرنشې٬دکیڼي سترګي اشاره کړه
چه ماذدیګرشي زړه مي غواړي دیدنـونــــــــــه
سورمنګۍ په سرراواخله٬دګودرغاړه اجاره کړه
ای دښکلاچیښتني٬دومره ظلم اوستم مکړه په ما
آخربه لیونۍ شم درپسې٬لږرحم اولږه ګُذاره کړه
څیري ګریوان٬دمجنون په شان ګرځم په صحراکي
لیلا ده رانه ورکه٬ خاونده ته مي چاره کــــــــړه
یعقوب له غمه ډیروؤکړیدلي٬دخپل زوي په جداي کي
زُلیخادغلامانوپه بازارکي٬دیوسف دسترګوننداره کړه
که چیري درنه ورک شوم٬دعاشقانوپه محفل کــــي
ساقي شه جام په لاس٬د(منګل) په نوم راته ناره کړه
یعقوب منګل
آلمان