غزل
خلاصه زربه دروازه كړم درته راغلم؟
خيردي يوكُوكي مي واخله نورځه لاړشه؟
په يخني كي دي خوله كړم درته راغلم؟
په باران كي مي سروشنډونه رنگ لاړ شي؟
شنډي راچه يي په خوله كړم درته راغلم؟
هغه گوري كشرورورمي راته گوري؟
وس به جوړه څه لانجه كړم درته راغلم؟
ابراهيم طوفان له سنگه دي نورنه ځي؟
په ديدن به دي مړه كړم درته راغلم؟
16.03.2013
- محمدالله آرین احمدزی
نا اشنا ميلمه ( لنډه کيسه)
ليکوال: محمد الله ارين
نن د پاڼې دوی کور ته موټر ولاړ و او ډول ډول خلک ورکره کښته پورته کیدل.
د پاڼې کور له سړک سره نيږدې د لويې ويالې پر غاړه و، تر ډيره به په ستونزه موټر ور تلای شوای، خو دا موټر له دې دومره ستونزمنې لارې سره سره د دوی کورته ورغلی و او د دروازې په مخ کې يې ښه په عزت سره ولاړ و.
په دې ډول ډول سړيو کې يو سپين ږيری مازديګر لمانځه ته جومات راغی، ټولو ورته رډ رډ کتل خو د لمانځه له خلاصيدو سره سم ټولو کليوالو ورسره روغبړ ا...
25.07.2013
- محمدالله آرین احمدزی
دآسیادزړه ګلشن تـلـلي وم خپـل وطــن تــه دآسیا دزړه ښکلي ګلشن ته ګلونه مړاوي شوي وو ترخاورولاندي شوي وو په خوله مي خندا وه په سترګومي ژړا وه پس له مودي مي ولیدل خپل خپلــوان یوي خواته خوشحالي وه بل خواته خپګان یوي خواته بينظمه آبادي وه بلي خواته سخته بربادي وه هیڅ نظم اوترتیب نه وو په کابل کــي څنګه به جوړشي دتاریخ په درشل کي جوړیږي هري خواته لوړلوړبلډنګونه بیت المال شوتالا ډکیــږي...