د شهر نو پارک که  د هېرا منډي

صمد خان غر

samadkhanghar@gmail.com

د کابل نوی ښار چې په دري کې ورته شهر نو وايي د ډيرو قيمتي هټيو، هوټلونو، او ..... ځای دی، چې د دې آسانتياوو تر څنګ پکې يو پارک هم آباد دی.

ياد پارک په خپل وخت کې د ښکو پارکونو يوه بيلګه وه چې د ښار په دې مرکزي سيمه يا زړه کې آباد و، په تيرو کلونو کې پکې څه ناڅه بيارغونه هم شوې، خو يو څه چې پکې نه وي دي هغه پکې د يو شمېر نامالومو ښځو شتون دی.

يادې ميرمنې د ښار په ډيرو سيمو کې بيخي ډيرې شوي دي، کاږه او کيڼ سړي ورسره وي او د ښار په واټونو کې ګدايي کوي، خو په شهرنو کې د دې ګدايي ډول بيا بدل دی، هغه داسې چې دا ميرمنې ګدايي يا سوال نه کوي بلکه فالونه ګوري.

څو ورځې وړاندې زه هم د يو کار لپاره نوي ښار ته ولاړم، خو دا چې لږ وخت ډير و ملګري ته مې وويل چې راشه په دې پارک کې به يو څه دمه وکړو او چيرې به در باندې چپس يا پکوړې هم وخورم.

خو پارک ته له ور دننه کيدو سره مو په بله ننداره سترګې ګرمې شوې او نسونه رانه هير شول، دا ننداره ډيره په زړه پورې  او دردونکې وه يوې ډلې ښځو يو تور مخی ځوان پسې په مخه کړی و او په ژبه يي هم څوک نه پوهيدل خو هسې ( اکړو، مه کړو...)) څه اوتې بوتې يي ويشتې.

د دوی په منځ کې زيړکميسې د ډيرو پام ځان ته را اړولی و ځکه تر دې  نورو ميرمنو يي هم سټايل بدل و او هم نوې نوې ځوانه شوې وه چې سرو اننګو، سپينو مټو، په پوزه وړوکي ميخکي يا چارګل، په لاسو کې شنو بنګړيو، سپينې سينډل ډوله څپلکې او تورو سترګو يي له ډيرو وږو تږو ځوانانو زړونه وړي و.

ژيړکميسې لکه غرڅه په تور شغال ډوله ځوان پسې هی کړي و او نه يي پريښود خو باالاخره تقدير ترې ځوان خلاص کړ، او ښځو بيا په خپل کار پيل وکړ، زموږ لوري ته هم راغله او په نرۍ مسکا يي زه او زما ملګری مخاطب کړو( جوانا فال تان را بيبنم.....) زه خو هسې هم د ښځو د ټينګې نه يم بس ځان مې را ټول کړ ما ويل داسې نه وي چې له يو ميتر نکټايي سره مې په مخه کړي يوې خواته زيات وزن او بل لوري ته نيکټايي او تمدن کڅوړه يانې پتلون بس سم شرمول به وي، څه مې ونه ويل، خو ملګري مې جرأت وکړ او ورته يي وويل چې خپل فال وګوره زموږ څه کوې، ژیړکميسې نرۍ مسکا وکړه او پښو سينډل ته يي په سيمټي پايه ټک ورکړ داسې په مړو سترګو يي يو ځل بيا له سره تر پښو پورې سترګې را باندې ورغړولې او روانه شوه.

له دې سره سره چې زړه مې هم تنګ شو خو په دې اړه يو څه پلټنه او ننداره په کار وه ځکه ژوند تر ټولو ښه تجربه ده او ډيرې خوږې او ترخې تجربې له ژونده زده کيدای شي، لږ مو نور هم پسې لټه پيل کړه او يادې  ښځې تر شلو هم زياتې وې، په يو ځای کې يوه ډله ځوانانو له دوو ښځو را ټول و او له دوی سره يي داسې خبرې کولې چې ان زموږ هم ورته له خولې اوبو تويي شوې، ځکه افغانانو په تيره بيا ښاريانو په تيره يوه لسيزه کې له هندي او ترکي سريالونو ډير نازونه اداګانې زده کړي دي.

دا کيسې روانې وې او بيه بقاله کيده، دلته موږ دوی ته کتل او ټولو خلکو موږ ته کتل، روغ ناروغ، خوار غريب، هندو او مسلمان ټولو يي ننداره کوله خو چا څه نه ويل يوازې يو نيم به پکې الله اکبر، استغفرالله، توبه خدایه توبه...... ويل او تيريدل به.

زما چې ژيړ کميسې مې په زړه کې خښه وه هسې مې سترګې پسې هاخوا  ديخوا اوښتې، يو وار بيا مې ور پام شو چې ژیړکميسې هم يوه ډله را پيدا کړې او ورسره ناسته ده.

په چل چل کې مو ځانونه ور نيږدې کړل، څه ګورم ؟ درې پوليس او دوه د ملي اردو سرتيري، دوی ژیړکميسې کينولې او درګرده ورسره بيه بقاله کوي.

دا ننداره راته له څو پلوه تر نورو په زړه پورې وه، يو خو دا چې پوليس په خپل کمربند کې د نورو مجرمينو لپاره اتکړۍ بندې کړې وې او برقي ډنډه هم ورسره وه خو دلته دی په خپله په جرم کې ښکيل و بل دا چې د ملي اردو ځوانانو هم ورسره داسې په لوړ آواز خندا کوله چې مه يې کوه پوښتنه او ژيړې خو به چې وخندل سم اور يي لګاوو...........

بس په ټول پارک کې د نندارې او ناستې پر ځای د سکس په موخه له تورو ښځو سره بيي بقالې وې او د فال په نوم به يي خپلې سرې منګولې په لاس کې درکړې او تا به تاولې او د سترګو سکس به يي درسره کاوو ځکه هغه د خټکيو د سيزن پر مهال په ښار کې د ريړو وال چغې وهي چې چشک حلال دوی هم سم چشک حلال کار کاوو.

ډيرو پکې پيدا کړې او ډير خو يي لکه هغه پخوانۍ شغال په مخه کړ، د دې ښځو ځانګړنه دا وه چې بايد خامخا ورسره جوړ شوی وی که داسې نه وای شوي نو بيا يي په مخه کولې.

خو تر نورو د ژيړکميسې، سپين رنګې او مکارې پيغلې خريداران ډير و.

د دې نندارې په کتو سره مې داسې يو فلمي خيال پلو و واهه د افغانستان په تيرو نظامونو، ټولنيزو ستونزو او .... مې هم ځغلنده نظر تير کړ.

له ظاهر شاه بابا نيولې بيا په حامدکرزي خلاصه ټول سټايلونه مې تر سترګو تير شول، د هورا له نارو بيا د جهاد، امارت او دموکراسي تر ګوډ ګوډ پورې.

يو وخت تبرګي لرونکې ږيرې، لوی لوی بريتونه مود و، وروسته چې مجاهدين راغلل په ټټۍ يا خاک انداز به يي هم ليکلي و چې جهادي تشناب، کله چې طالبان راغلل بس سپين پاچونه دومره ډير و چې هر سړي به په سر کړی و، خو کله چې دموکراسي او غرب افغانستان ته راغله بيا نو خبره بله خوا ولاړه، سريالي آداګانې، سريالي ودونه، سريالي خواښې توب او خسر توب، سريالي مور، پلار، سريالي طلاق، سريالي زيږون، سريالي له يو سره واده له څو نورو سره يارانه هغه څه و چې ډيرو زده کړل او يوازې يادونه يي بسنه کوي ځکه ډيرو ته به معلومه وي.

په نوره نړۍ کې اوس سکس اړتيا نه ده، بلکه يو هوس دی که شونې وي پوره کوي يي که نه وي بيا پرې هيڅ فکر نه کوي او په خپل کار لګيا وي، خو په اسلامي هيوادونو سکس ته همدومره اړتيا ده لکه ډوډۍ او اوبو ته چې اړتيا ده که يي نه منۍ نوې سروې به مو کتلي يا اوريدلي وي چې تر ټولو ډير لوڅ فلمونه په اسلامي هيوادونو په ځانګړي ډول زموږ په ګاونډي او د فتواوو په هيواد پاکستان کې ليدل کيږي، خو له دې ټولو اړتياوو، ستونزو او ټولنيز ناورين سره سره د جنسي غريزې د پوره کيدو لارې چارې يي نشته، ځکه چې: کار نشته، ژوند نشته، ودونه ګران دي ولور او بابيړۍ ( تر ډيره په غزني کې هغه دود دی که ژر واده ونکړې ولور ور هم کړې تر ولور وروسته کله چې پلار خپله لور او د خپل زوم ميرمن تر واده پورې ساتي نورې پيسې پرې چارجوي) هغه ستونزې دي چې نني ځوانان او پيغلې ترې رنځ وړي او په پای کې په پارکونو کې په تورو پسې سم وي او هغه دغه ورسره کوي.

افغانان په اسلام سر ورکوي، خو سم مسلمانان نه دي، واده سنت دی خو د پوره کولو لپاره يي کلونه مسافري،تکليف ويستل په کار دي، جهاد فرض دی خو د فرضيت شرطونه او د مجاهد ځانګړنې نه دي ور معلومې، د هيواد مينه د ايمان يوه نښه بولي، خو دومره غلاوې پکې کوي چې نور يي پيسې په اروپا او دوبۍ کې ځاييږي نه، لمونځ خدايي فرض دی خو افغانان يي د تربګنۍ په موخه کوي..... داسې ډير نور کارونه شته دي چې افغانان يي يوازې په نوم پيژني خو کوي يي نه.

زما د ژوند د ټولو څيړنو او انساني فکر پايله تر ډيره داده چې موږ يوازې دوديز مسلمانان يو، پلار مې  لمونځ کاوو زه يي هم کوم، پلار مې حج کړی زه يي هم کوم، پلار مې جهاد کړی زه يي هم کوم، موږ په ريښتوني ډول مسلمانان نه يو ځکه په اسلام کې ستونزه نشته ستونزه زموږ په مسلماني کې ده.

که چيرې په اسلام کې د واده فلسفه په پوره ډول سره مطالعه شي او علما يي په سم ډول تبليغ کړي، د بابيړي، ولور، بې ځايه لګښتونو، طلا د سيټونو د اخيستو، او نورو مخه ونيول شي زه درته ډاډ درکوم چې ما غوندې به هرڅوک سوړ وي او په نورو پسې به نه ګرځي ځکه د شهرنو تر پارکه په کور کې حلال سکس به ډير غوره وي. که ملا ورور له جوماته را و وزي او ټولنې ته شي او په سم ډول اسلام خلکو ته ورسوي بيا څوک د تربګني په موخه خيرات زکات نه ورکوي، د تربګني په موخه به لمونځ او حج نه کوي.

ايډز يا اچ آی وي هغه ناروغي ده چې د نورې نړۍ په څير اوس افغانستان ته هم راغلې، که چيرې يو ځوان د نوي ښار په پارک کې ژيړکميسې سره د زړه بړاس باسي دی په دې نه پوهيږي چې له ژيړکميسې سره به څومره نورو د زړه بړاس ويستلی وي، که چيرې ياد خوان په ايډز اخته شو او ژر يي کوژده وکړه تر هغه چې په ځان پوهيږي او تر ډاکټر پورې رسيږي نو د يوې پاکې افغانې ناوې خانه به يي هم ور خرابه کړي وي.

په هر حال له دې ليکنې مې موخه داده چې تر ډيره اسلام او افغاني کلتور ته په ريښتوني ډول سره رجوع په کار ده، ملا مو اوس په سوداګرۍ بوخت دی، ليکوال مو هم اوس حق الزحمه اي او فرمايشي ليکنې کوي، په نظام کې فساد دومره اوج ته رسيدلی دی چې د قانون حامي پوليس له اتکړۍ سره يو ځای په پارک کې له ژيړکميسې سره بيه بقاله کوي، که چيرې دې ټولو ستونزو ته ژور وګورو، افغانان بايد امريکا، پاکستان، روس او چين ملامت نکړي بلکه بايد ځانونه محکمه کړي او په ځانونو لعنت وايي چې د دوی په هيواد کې له پنځه زره کلن تاريخ سره سره داسې کارونه روان دي.

د يو سرلوړي او په هرڅه پوه افغانستان په هيله.

صمد خان غر

samadkhanghar@gmail.com

د