غزل


ما په ځان وو خبر کړي دا سپین ستوری


نن مې بیا وو ژړولي دا سپین ستوری


شهابونو ته مې لاره وه موندلی


یک تنها مې وو ملګري دا سپین ستوری


دا رنځور زړګئ به دم لره وروړمه


ما په ښه دی ډیر منلي دا سپین ستوری


یوه زه، یو مې شلیدلئ کټ دئ خلکه


توره شپه ده غوږ نیولي دا سپین ستوری


زرکې ګونګه شې په جار خبرې مه کړه


بیا یې ستا په تور نیولي دا سپین ستوری