غزل

چيرته چې ما له ارادو نه بهر ونه باسې
ګوره نظر له اشارو نه بهر ونه باسې

ګرانې محفل کې يو بې زړه شانتې سړى ولاړ دى
مخ دې له زرو نقابو نه بهر ونه باسې

دې زمانې ډېر د رمزونو کتابونه لوستي
راز دې د سترګو له پردو نه بهر ونه باسې

زما تصوير که څو پيکه دى خو په کار دې رځي
زما تصوير له ايينو نه بهر ونه باسې

په دې مقام کې دې له ياره سره قدر زيات دى
طالبه !ځان له ليونو نه بهر ونه باسې

طالب منګل