غزل

کله په ورځ کله په شپه رادرومي
دجانان یاد راشي دی نه رادرومي

بیا یې له ځان سره بیلتون راوستی
زما جانان یواځي نه رادرومي

له مانه خوب یوسي ارام یوسي
داسي غله شته چي هره شپه رادرومي

خیر ده که ته په وعده نه راغللې
ستا ټول غمونه بدرګه رادرومي

ها زه چي غواړم هغه نه رادرومي
ها زه چي نه غواړم هغه رادرومي

په ما چي واړوي دا توري خاوري
بیا به اشنا ماته په څه رادرومي

ووې سید چي نورمي نه دي پکار
اوس مي جانان په نیمه خوله رادرومي

سیدشاه خروټی-لندن