غزل
فريداحمد تسکين
ظالمه مه سوزه دخوست دباغېچو ګلونه
دا دپېغلوټو جېنکو د اوربلو ګلونه
دتور ټوپک دا لوغړنه شپېلۍ ورکه غواړم
په دې جنت وطن کې سوزي به ترڅو ګلونه
ظلم دې بس کړه ددې خلکو ازارمه اخله نور
لمبه لمبه دې کړل دغرو د سردرو ګلونه
له ډېره وخته مسافرتللی اشنا يې راځي
پېغلوټه ږدي په تور اوربل کې په نخروګلونه
تسکينه راشه چې په خوست نوی بهار راغلی
تاته راوړم په تا شېندم دګلدرو ګلونه
« داغزل مې په خوست ښارکې ديوې مرګونې پېښې په يادکې ليکلی چې ډېری پکې وژل شوي عام وګړي وو
22.06.2011
- محمدالله آرین احمدزی
زما مساپري نجلۍعبدالباري جهاني ( د رحیمې پښتونجار د شعر په جواب کی) د جون اوه لسمه زما د وطن ښکلي نازکي مساپري نجلۍ چی له تاټوبي څخه لیری توري شپې سپینوې ستا له پردیس اوربله وګرځمه چی د وطن د لوړو څوکو د نسیم په ارمان لاري څارې او د سپرلي له شاپیریو څخه زیری غواړې ته په پردیو ولاتونو کی ځواني سولوې زه دي سلګۍ زه دي زګیروی اورومه زه دي له زړه راځمه ما لا کلونه مخکي ښکلي ځوانی ته په پردي ولات کی ګور کیندلی ما له...
26.06.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزل
بشرمل نا صر
په توره شپه کې د څراغ غوندي لمرين لاسونه
چې په تند ي مې جا نا ن ا يښي و ي حسين لاسونه
ځکه د شا تو پرځا ی ټول غواړې اوبه د ګودر
د نورچينې ته يا ر وروړي دي ورېښمين لاسونه
د ښا ر له مخه بېرته وڅنډ ه ګرځونه د وخت
اسما ن ته وغځوه ښکلې ګلورين لاسو نه
وايي د زړه په وينو وليکه غزل د...