غزل
بشرمل نا صر
په توره شپه کې د څراغ غوندي لمرين لاسونه
چې په تند ي مې جا نا ن ا يښي و ي حسين لاسونه
ځکه د شا تو پرځا ی ټول غواړې اوبه د ګودر
د نورچينې ته يا ر وروړي دي ورېښمين لاسونه
د ښا ر له مخه بېرته وڅنډ ه ګرځونه د وخت
اسما ن ته وغځوه ښکلې ګلورين لاسو نه
وايي د زړه په وينو وليکه غزل د ميني
ته پرښتې د الها م پورته کړه شېرين لاسونه
زه د ښتمن سړي وکلي ته په ست نه ورځم
ښکلوم خلکو د ستوما نه د مسکين لاسونه
عرش په غېږه کې د ميني روح راوننګوم
زخمي زړګوټی ،ما شوم خيا ل کړي په امين لاسونه
پرما ميني د ښکلا نقا ب له مخه و ا خيست
ددې سپوږمۍ با داره ما ت مه کړې زرين لاسونه
د ما ت بنګړيو حسا بونه دي زاهد ه کوه
په بشرمل چې جا نا ن واړوي خپل سپين لاسونه
کلات ۲۴/۶/۲۰۱۱