زما مساپري نجلۍ
عبدالباري جهاني ( د رحیمې پښتونجار د شعر په جواب کی) د جون اوه لسمه

زما د وطن ښکلي نازکي مساپري نجلۍ 
چی له تاټوبي څخه لیری توري شپې سپینوې
ستا له پردیس اوربله وګرځمه
چی د وطن د لوړو څوکو د نسیم په ارمان لاري څارې
او د سپرلي له شاپیریو څخه زیری غواړې
ته په پردیو ولاتونو کی ځواني سولوې
زه دي سلګۍ زه دي زګیروی اورومه
زه دي له زړه راځمه
ما لا کلونه مخکي
ښکلي ځوانی ته په پردي ولات کی ګور کیندلی
ما له یاغی خیالونو لاس پریولی
ما له نسیم سره پیوند شلولی
زه چی زلمی ومه کلونه پخوا
ما به کیسې د ګل سرخ او انارګل کولې
ما به سپرلي او ارغوان ته قصیدې لیکلې
ما به مي نجوني ما به ښکلي د وطن ستایلې
ته دې کوډګري جادوګري زمانې ته ګوره
ته دې بدرنګي آیینې ته ګوره
که تور ویښته وه او که دنګه ځواني
دواړه یی یوړل د سبا په سپیرو تشو وعدو
خو زه لا اوس هم د لیږلي رویبار لاری څارم
او تا به هم د سباوون په وعدو وغولوي
او د سپرلي د شاپیریو پر لار
به تور ویښته سپینوې
نجلۍ زما ښکلي مساپري نجلۍ
زه وایم ښه دی چی پردیسه ګرځې
ستا د بابا مېنه نسیم د سباوون نه لري
هغه عطرونه د سنځلو د پرون نه لري
هغه کیږدۍ هغه رمې نه لري شپون نه لري
ستا د ټاټوبي په دښتونو کی لیوان ګرځي
ستا د سنځلو په باغونو کی کارګان ګرځي
ستا د اوربل او غاړګیو لوټماران ګرځي
ستا د سلګیو ارمانونو قاتلان ګرځي
اوس تر ګودره پاولي نه شرنګیږی
اوس پر پیزوان غزلي نه زنګیږي
دواړه به سوځو له اغیارو سره
له خپل وطن افغانستان نه لیري
له خپل ټاتوبي خپل جانان نه لیري.
۲۰۱۱ـ ۱۷ جون ویرجینیا