سرپاڼه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
د فوټبال نړیوالې اتلولۍ اته میاشتې وروسته په روسیه کې کېږي. خو تر هغو څلور کاله وروسته بیا قطر د دغو سیالیو کوربه دی. په تیلو او غازو شتمن قطر د ۲۰۲۲ کال پرنړیوالو اتلولیو دوه سوه میلیارده ډالره لګوي چې نه یوازې لوبغالي بلکې د هېواد زیر بنا هم جوړوي. #قطر #فوټبال
کابل کې اورلګیدنې هټیوالو ته نږدې درې میلیون ډالر زیان اړولی په کابل ښار کې د شاه دو شمشیرې زیارت ته څیرمه د سیند په غاړه کې د پردې پلورلو هټیو اور اخیستی، چې له امله یې هټیوالو ته نږدې درې میلیون ډالر زیان اوښتی دی. د هټیوالو پر وینا، اور نن سهار شاوخوان اته بجې د بریښنا د شارټۍ له امله ولګید، چې له یو ساعت وروسته د کابل د اطفایې له خوا مړ شو. هټیوال وايي، چې په دې پیښه کې ۲۲ هټیو اور اخیستی او د هغوی د سوداګریزو توکو زیاته برخه یې سوزولې ده. دوی له حکومت څخه غواړي، چې د هټیو په بیارغونه او د قرضو په ورکړه کې ورسره مرسته وکړي. نور حال په لاندې ویډیو کې، چې د امریکا غږ خبریال هدایتالله نوري اخیستې ده، لیدلی شئ.
د بنګله دېش شل اوریزې لیګ سیالۍ پیلیږي چې پنځه افغان لوبغاړي هم په کې برخه اخلي په افغان لوبغاړو کې، راشد خان، محمد نبي، سمیع الله شینواری، نجیب ځدراڼ او ظاهر خان دا ځل په درو لوبډلو کې ځای شوي دي. دا به د ظاهر خان لومړنی ځل وي چې په یوه بهرني لیګ کې برخه اخلي، ایمل پسرلی ترې وپوښتلي چې اندېښمن دی که ورته خوښ دی؟ #لوبې #کرېکټ #افغانستان #بنګله_دېش
ترکيه د کډوالو ټاټوبی: تېرو څو کلونو کې پر نورو هېوادونو سربېره له سوريې هم سلګونه زره خلک وراوښتي، څومره يې پر ځايي اقتصاد اغېز کړی. #ترکيه #کډوال سوريه
ډونلډ ټرمپ اسيا ته د ولسمشر په توګه د سفر تابيا کوي، دې لويه وچه کې د امريکا او چين ترمنځ د ځواک زياتېدونکې سيالۍ پر سر راپور لرو. #ټرمپ #امريکا #اسيا
افغان کرېکټ ستوری ظاهر خان د بنګله یش په لیګ غږېږي، قطر کې د فوټبال اتلولیو ته چمتووالی روان دی دا او د لوبو ګڼ نور خبرونه دلته کتلی شئ. #لوبې
د روسیې انقلاب او زه: د نړۍ له بېلابېلو برخو ځينو کسانو زموږ سره خپلې کيسې شريکې کړې دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ وايي نس ناستی لا هم په افغانستان کې هره ورځ له پنځو کلونو د ټيټ عمره ۲۶ ماشومانو ژوند اخلي. که څه هم سږ کال د دغې ناروغۍ له امله د لومړي ځل لپاره د دغو ماشومانو د مړينې کچه په کال کې ۹۵۰۰ ته راټیټه شوې ده.
له داود جنبش سره د بي بي سي پښتو د خبر او نظر خپرونه په ژوندۍ بڼه ګورئ. د نن ورځې د خبرونو په اړه خپل نظرونه راسره شريک کړۍ او يا هم په لاندينۍ شمېره راته زنګ ووهئ.
د خپرونې سرټکي نننۍ خپرونه بشپړه لږ وروسته پر بي بي سي پښتو يوټيوب هم کتلی شئ.. http://bbc.in/2xuIAW2 بشپړه خپرونه: #بي_بي_سي #پښتو #افغانستان #کابل #پېښور #اسلام_اباد #پښتونخوا
که غواړی د بي بي سي پښتو د خبر او نظر خپرونه کې ګډون وکړئ خپلې نظرونه او شمېرې دلته وليکئ. دغه خپرونه پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه هم ليدلی شئ.
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
افغانستان ته د بریتانیا د نوي سفیر سر نیوکولس کې سره د بې بې سي پښتو ځانګړې مرکه
د ودان موسسه په أفغانستان کې د غوره حکومتدارۍ، بشري حقونو د خوندیتوب او مدني آزادیو د تشویق او پرمختګ دپاره کار کوي. نن مو د "ودان" د رئیس محمد نصیب سره د افغانستان د ټولنیزعدالت او ملي حاکمیت په اړه خبرې وکړې.
سندرغاړی ګلزار عالم وایي په پیښور کې ورته د مرګ ګواښونه کیدل، ځکه کابل ته راغلی دی.
«
‹
…
64
65
66
67
68
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more