سرپاڼه
خبرونه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
نړۍ په ٦٠ ثانیو کې:
په افغانستان کې په نشو روږدې مېرمنې چې اوس یې کابل کې د درملنې لومړی مرکز پرانيستل شوی، بي بي سي یې هم ليدو ته ورغلې وه. افغانستان کې د شمېرو له مخې څه باندې اتیا زره مېرمنې په نشه یې توکو روږدې دي. #بي_بي_سي_پښتو #نشه_روږدې_مېرمنې
زموږ د نننۍ نړۍ دا وخت سرټکي. بشپړه خپرونه لږ وروسته پر یوټیوب او فېسبوک لیدلی شئ.
تاسې د اشنا تلویزیون په خپرونه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه وینئ چې همدا اوس په ژوندۍ بڼه په فیسبوک کې خپریږي:
الوتونکی پتنګ! بلا وه برکت یې نه و
الکټرانیک پوستکی، ایا کوم وخت مو دا تصور کړی، چې پر خپل لاس به تلوېزیون کتلی شئ؟ دا وېډیو وګورئ
/videos/42
د ډیورند په کرښه د افغانستان او پاکستان نظامي مشرانو د تماس مخابراتي سیستم فعاله کړې او د اول ځل لپاره د داوړو غاړو دوه جنرالانو د سیمې په امنیت خبرې کړي. پدې مرکه کې د افغانستان د دفاع وزارت یو ویاند جنرال محمدرادمنش وایي دوئ په ډیرو مسالو کې د پاکستان د نظامیانو سره په تماس کې وو او دي.
د امریکا او چین جمهور رئیسان د پنجشنبې په ورځ د امریکا په فلوریډا ایالت کې لیدنه کوي او د تجارت سربیره د دواړو هیوادونوترمنځ په ډیرو نورو جنجالي مسالو خبرې کوي.
په سوریه کې د حکومتي ځواکونو لخوا پر ملکي خلکو د ګازو د کارولو په پروني برید کې د سلګونو ملکي خلکو په وژل کیدو، د نړۍګڼ شمیر مشرانو او سازمانونو جدي عکسالعمل ښودلی. د ملګروملتونو امنیت شورا نن ددی کیمیاوي وسلې د استعمال په اړه بیړنۍ غوڼډه کوي. د فرانسې او بریتانیې مشران وایي جمهور رئیس بشارالاسد باید سمدستي له واکه لری شي، اروپايي ټولنې دا برید وحشي عمل ګڼلې او سپینې مانۍ هم په سختو ټکو غندلی. د دې برید نه وروسته نړیوالې ټولنې په جمهور رئیس بشارلاسد فشار راوستی چې د کیمیاوي وسلو زیرمې دې تسلیم کړي. د یادونې وړ ده چې پدې راپور کې زړه بوږنونکي انځورونه هم شته.
نړۍ په ٦٠ ثانیو کې:
د افغانستان او پاکستان د پارلمان او مدني ټولنې غړو په اسلام آباد کې لیدنې کتنې وکړې
د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني تود هرکلی وشو. (د ارګ ویډیو)
د خپرونې سرټکي... د چارشنبې/شورو نننۍ خپرونه بشپړه لږ وروسته پر بي بي سي پښتو يوټيوب هم کتلی شئ... د دې خپرونې وړاندې کوونکی Amanullah Atta امان الله عطا و. #بي_بي_سي #پښتو #افغانستان #کابل #پېښور #اسلام_اباد #پښتونخوا
د پاکستان د پوځ د رسنیو د دفتر ای ایس پي ار په وینا د پاکستان د پوځ د جنوبي زون لوی درستیز او د افغانستان د پوځ د ٢٠٥ قول اردو د قوماندان جنرال دواد شاه وفادار ترمنځ په لومړي ځل مستقیم ټیلفوني تماس یا "هاټ لاین" لارې خبرې شویدي او دا اړیکې به جاري وساتل شي. ستاسو په نظر د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د نظامیانو ترمنځ مخابراتي مستقیمې اړیکې به څه پایلې ولري؟
«
‹
…
211
212
213
214
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more